Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21177

علما او د بحران سره مخامخ ظرفیتونه

$
0
0
په دی ناسته کی، علما وژنی او وینه تویونی د دین په نامه محکوم کړله، د حکومت څخه ملاتړ وکړ او خپل پیشنهادات د اوسیدونکو امنیت،سولی تامین، فساد سره مبارزه او اصلاحات، د علماوو سره ناستو تداوم او د هغوی سره مشورت لپاره ولسمشر ته ارائه کړله. ښاغلی غنی هم د کابل اخیرو پیښو ته په اشاری سره د هغه د عاملانو پر مجازات باندی ټینګار او تصریح کړ چی یواځنۍ لاره د ثبات، اسلام دی او زموږ وحدت زموږ په اسلامیت کی دی. اشرف غنی د علماوو څخه وغوښت چی بالخصوص د دینی زده کړو په برخه کی خلګو ته پوهه رسونه کی هڅه وکړی؛ ځکه د دین منحرفین،په دینی زده کړو کی غلط برداشت لری. هغه وویل چی یو اجماع او ملی خبرو اترو ته اړتیا سته ترڅو ټوله په یو غږ د ملی وحدت لوری ته قدم واخلو. کارپوهان وایی چی که د ولسمشر کتنه د علما سره د بحران څخه د وتلو لپاره وی، ښه او مثبت کار دی او اړتیا سته چی دا روند ادامه پیدا کړی؛ خو تیر وخت داسی کوم تجربی شهادت نه ورکوی. د تیرو ۱۶ کالو راهیسی د حکومت لید و دینی علماوو ته هر وخت یو وسیله ایز او د حکومت عملکردونو توجیه، مشروعیت تامین او د نظام څخه دفاع د منتقدانو په وړاندی وو. دا وضعیت د تیرو اخیرو پیښو کی په ډیر بی سارۍ ډول سره، تشدید سوی دی. د پوهانوپه باور، د کابل د اخیرو خونړیزو پیښو په لړ کی، نږدی ۱۰۰۰ کسان وژل سوی او ټپیان سو دی او په دی ترتیب، ډیر سیاسی ژور سورۍ او واټن منځته راغلی دی او دولت ډیر په بی ساری ډول سره خلګو اعتراض او خشم او نیوکو لاندی راغلی دی. په دی حساب، د تحلیلګرانو په باور، د ولسمشر اخیر ناسته د علماوو سره،په لمړۍ لید کی، دا اخذ و ذهن ته ورکوی چی هغه یو ځل بیا د دینی علماوو عمومی مقبولیت اونفوذ، اووجاهت څخه ګټه اخیستنی سره د خلګو په منځ کی، د دولت د عملکردونو توجیه، د کمیو او کاستیو د پوښولو او نیوکو سیل سره د مقابلی په هڅه کی دی. د علماوو ملاتړ په اخیر ناسته کی د سولی روند، حکومتاو... د ډیرو ناظرانو په نظر، په دی معنی دی چی حکومت همدارنګه دینی علماوو ته، وسیله ایز نظر لری او یواځی په ګرفتاریو او بندونونو کی علما لوری ته راځی. خو که دا اخذ صحیح هم وی، د ځینو کارپوهانو په باور، یواځی حکومت و علماوو ته ابزاری او وسیله ایز کتنه نه کوی؛ بلکه خپله علما هم ددی وضعیت په لړ کی، مسؤول دی او باید په جدی ډول ترپوښتنی لاندی قرار ونیسی. ددی ډلی پوهانوپه باور، علما د ډیرو لویو ظرفیتونو درلودلو او معقول دحل لارو پیدا کولو او د سیاسی او ټولنیزو پراخو بحرانونواو بندونونو څخه د تیریدو په مقصد، د ۱۶ کالوراهیسی، هر وخت غیری فعال او منفعلانه عمل درلودی او د ملی لویو مسایلو او مدیریت، رهبری اوژوند پوری مربوط چارو سامان دهی او د خلګو جمعی برخلیک حل او فصل برخو کی، محافظ کارانه لمن پیچلی دی او د عافیت څنګ د مسؤولیت پر عرصه باندی، ترجیح ورکړی دی. علما په دی برخه کی په دومره اندازی سره غیری قابل قبول عملکرد درلودلی دی چی حتی په هغه چارو کی مستقیما د خلګو ژوند، دینی اواعتقادی برخلیک او راتلونکی او مذهبی ارزښتونو پوری اړه درلودی هم محافظ کاری او احتیاط کړی دی او قضایاوو داخلیدو څخه ځان پیچلی دی. دا په داسی حال کی دی چی په تیرو وختونو کی، علما د خلګو حقوقو او اجتماعی عدالت استقرار او دینی حکومت تحقق او اسلامی ارزښتونو ساتونکی په افغانستان کی وو. هغوی هغه وخت چی د حاکمانو کوژواله او انحراف لیدله، لمړنۍ کسان وو چی ولاړیدله به، اعتراض به کوله او حکومت د خپل رفتار اصلاح او بدلون ته مجبوروله. د بحران سره مقابلی ظرفیت اوس هم په علماوو کی شتون لری؛ ځکه دا هغه صلاحیت دی چی دین د هغوی اختیار کی ورکړی دی او خلګ هم  د هغه څخه ملاتړ کوی؛ خو علما خپله په هر دلیل چی وی د هغه څخه ګټه اخیستنه کی لنډوالی کوی. هیله کیږی چی د ولسمشر دا کتنه د علما وو سره، ددی ظرفیت په راژوندی کولو پای ته ورسیږی او علما خپل تاریخی او دینی مسئولیت او عمل دبحرانی وضعیت څخه تیریدو لپاره او دینی زده کړو څخه ګټه اخیستنی ته وهڅوی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21177


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>