Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21507

د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

$
0
0
آوا - هرات: د نیمروز ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس قاري احمدشاه مبارز وايي چې د «اخوت کپ» تر نامه لاندې د فوټسال سیالۍ په دوو ګروپونو کې د ۶ ټیمونو ترمنځ د ظهیر الدین عالي لېسې په تالار کې ترسره شوې.  د هغه په ​​وينا، دغه سيالۍ د فوټبال فدراسيون د ځوانانو کمېټې له خوا د دې ادارې په ملاتړ او همکارۍ د دې ولسوالۍ د ورزشي امريت د مسوولينو، د فوټسال ټيمونو، د ښوونځيو د ښوونکو او د ټيم د روزونکو په شتون کې پيل شوې دي. قاري مبارز زياته کړه: د دغو سياليو له ترسره کولو څخه موخه د ولسواليو ترمنځ د ورزش وده او پراختيا او د ولايتي سياليو لپاره د دې ولسوالۍ د استازي معرفي کول دي. ده زیاته کړه: دغه سیالۍ به په ګروپونو کې ترسره شي او د نمرو ترلاسه کولو لپاره به درې اونۍ وخت ونیسي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21507


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>