$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، دغه مشورتي ناسته چې په ارګ کې وشوه، لومړی په وروستیو تروریستي پېښو خواشیني څرګنده او د خدای تعالی په دربار کې د دغو تروریستي پېښو د ټولو شهیدانو روح دعا وشوه. په دغه ناسته کې مولوي عطاالله لودین، مولوي عبدالسلام عابد، مولوي سمیع الله ریحان او مفتي فضل مولا د نورو علماوو په استازیتوب خبرې وکړې اوله دوی سره یې د جمهوررئیس له مشورې مننه وکړه. هغوی وروستیو پېښو ته په اشارې وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان د دین په نامه د بشر ضد کړنې ترسره کوي او د علماوو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه کوي. ویناوالو څرګنده کړه چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د دغسې پېښو په اړه چې د خلکو په وژنې تمامېږي تل خپل واضح موقف څرګند کړی دی او هغه یې مردودې ګڼلې او په کلکو ټکو يې غندلي دي. ویناوالو هر یو په ټول افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین ټنیګار وکړ او له ګوندونو، مدني بنسټونو، سیاسینو، فرهنګیانو او له ټولو اقشارو یې وغوښتل چې د ملي وحدت د پیاوړتیا او د خلکو د یووالي لپاره هڅه وکړي. همدارنګه هغوی د هېواد له رسنیو وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې د خلکو روحیه، ملي ګټې او اسلامي مسائل په پام کې ونیسي. دغو علماوو په دې ټینګار وکړ چې له ټولو هغو مسائلو باید ډډه وشي چې په ټولنه کې د اقشارو ترمنځ د تبعیض او تفرقې لامل کېږي او هغو فرصت طلبو ډلو ته دې وخت نه ورکوي چې له دغه حالته ګټه پورته کړي. هغوی له حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ جمهوررئیس سره د هېوادوالو د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل، د سولې او ثبات د تامین، په بنسټونو کې د سراسري اصلاحاتو او د فساد د له منځه وړلو، په حکومتي موقفونو کې د علماوو څخه د کار اخیستو او د هېواد له علماوو سره د ناستو د دوام په اړه خپل پیشنهادونه شریک کړل. ویناوالو مدني حرکتونو ته په اشارې وویل، خلک باید د یو خاص میکانیزم له مخې خپلې غوښتنې حکومت سره شریکې کړې او اجازه ورنه کړي، فرصت طلبه ډلې د دوی مدني غونډې او احساسات د ځان په ګټه وکاروي. دیني علماوو حزب اسلامي سره سوله د حکومت مهمه لاسته راوړنه وبلله او په هېواد کې يې د دایمي سولې او ثبات د تامین په موخه د دغه بهیر په دوام ټینګار وکړ. جمهوررئیس د هغوی د ویناوو له اورېدو وروسته، په وروستیو پېښو کې د یو شمېر علماوو په شهادت هغوی ته تسلیت ووایه او د دغو پېښو د عاملانو په مجازاتو یې ټنیګار وکړ.هغه زیاته کړه د شهیدانو د کورنیو پوښتنه کوم، ځکه دا زما شرعي او ملي وجیبه ده. د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ثبات یوازینۍ لار اسلام او یووالی مو په اسلامیت کې دی، ځکه د اسلام پاک دین کې قوم، طرف او سمت مطرح نهدی. هغه وویل، موږ باید د یوې ټولنیزې سولې په لور لاړ شو تر څو په اوسنیو ستونزو برلاسي شو. جمهوررئیس غني له دیني علماوو وغوښتل چې د دیني لارښوونو په برخه کې د خلکو پوهای زیات کړي، ځکه منحرف کسان له دین او دیني لارښوونو غلط برداشتونه لري. هغه وویل، یو ملي بحث ته اړتیا ده چې ټول په همغږۍ او ملي یووالي ګامونه پورته کړو. د هېواد جمهوررئیس وویل، دوامداره سوله او ثبات د خلکو برحقه غوښتنه ده، ځکه په سراسري سوله کې زموږ د راتلونکي نسل سوکالي او ګټې نغښتي دي. هغه د هېواد له علماوو وغوښتل چې په دغه برخه کې خپل وړاندیزونه ترتیب او وړاندې کړي. ارگ ریاست جمهوری