$ 0 0 د آوا د خبرګزاری له مخی، زمانی حساسیت ته په کتو سره په اعلامیه کی د ټولو سیمه ایزو مسئولینو ( والیانو، د والیانو معاونین او د ښاروالیانو معاونین، ولایتی شورا وکیلانو، ولسوالان، ولایتی ویاندانو ) څخه غوښتل سوی دی چی د هغه اظهاراتو څخه په ټوله رسنیو او ناستو کی ډډه وکړی چی د خلګو په منځ کی د تفرقی لامل ګرځی. په اعلامیه کی راغلی دی، نهایت هڅه وسی چی د سیمه ایزو رسنیو فضا، اجتماعی شبکی او بحثونه او خلګو ناستی د سولی کلتور ترویج، اتحاد پیاوړۍ کولو او د خلګو بیلابیلو ډلو ترمنځ برابری څخه ګټه واخیستل سی. همدارنګه په اعلامیه کی زیاته سوی دیی چی د اوضاع حساسیت ته په کتو سره او دخلګو داغداره کیدل د خپلو عزیزانود لاسه ورکولو په خاطر، هیله کیږی چی سیمه ایز مسئولین په سیمه کی د مرکزی حکومت نمایندګانو په حیث، ډیر هڅه د خلګو همبستګۍ پیاوړی کولو او حکومت پیاوړی کولو لپاره وکړی. سیمه ایز مسئولین باید د هغه ټولو غیری مسئولانه اظهاراتو مخه ونیسی چی د دشمن ګټه اخیستنی او د عامه اذهانو د تخدیش او نفاق لامل ګرځی.