$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعایت دفتر نه خبر شوی خبر پانه کي راغلی، د یاد ولایت والي حيات الله حيات نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته ددې ولايت پرعمومې امنيتي وضعيت هر اړخيزه روښنايي واچوله. نوموړي وويل: د هلمند جګړه څو مهم اړخونه لري چې ستراتيژيک موقعيت، د نشه يي توکو کاروبار، سیمه ییز استخبارات، پراخې اوبه او کانونه يې ځينې بېلګې يادولای شو. ښاغلي حيات په هلمند کې د روانو پوځي عملياتو له مخې د پرمختګونو، فرصتونو او ستونزو، د امنيتي ارګانونو پر تشکيلاتو، د نظامي رهبري پر همږغۍ او په امنيتي برخه کې پر يو شمېر نورو مسايلو مفصلې خبرې وکړې او په اړوند برخو کې يې د لا همکارۍ غوښتنه وکړه. هلمند والي وويل، ولسونه د امنيت تامین ته سخت تږي دي او په دې برخه کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره کلک همکاره دي. هغه وويل د وسله والو طالبانو مهم مرکزونه، مالي او بشري سرچينې باید په نښه او لمنځه يوړل شي. ورپسې د ۲۱۵۵ ميوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزي هم په امنيتي او عملیاتي برخو کې يو شمېر وړانديزونه وکړل. په وروستيو کې د شرقي او منځنۍ آسيا لپاره د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ولټرز خبرې وکړې او وې ويل، چې هدف يې له راتګ څخه د هلمند د عمومي وضعيت ارزول او د افغان ځواکونو ستونزو معلومول دي. هغه وويل د امریکا متحده ایالات د امنيتي تړون له مخې له افغان ځواکونو سره د همکارۍ برخه کې ژمن دي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د هلمند ځايي چارواکو د وړانديز شويو غوښتنو په اړه به لازم تدابیر او تصميمونه ونيول شي.