$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، ملي دفاع وزارت، پرون دوشنبې (د غبرګولي په ۸ مه) په یوې خبري ناسته کې،په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید څخه ۴۰ ورځې وروسته، په دې اړه یې د لومړنیو څېړنو پایله رسنیو سره شریکه کړه. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي چې د دغو څېړنو په پایله کې، د ۲۰۹ شاهین قول اردو ۲۴ تنه منسوبان له دندو څخه یې ګوښه کړل شوي دي او ټاکل شوې ډېر ژر محکمې ته وکاږل شي. د هغه په وینا،تراوسه د دغې پېښې په اړه پلټنې پای ته نه دي رسېدلي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«ټول هغه کسان چې په قرارګاه کې وو تر پلټنو لاندې دي او کهچېرې مجرم وپېژندل شي سزا به ور کړل شي.» دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت، په دغه برید کې د ټولو تورنو په اړه مالومات نه ورکوي. هغه کړنه چې د پخوانیو پوځیانو له کلکې نیوکې سره مخامخ شوی او هغوی دغه بهیر زیان رامنځته کوونکی بولي. پخواني پوځي جاوېد کوهستاني په دې اړه وویل:«امنیتي بنسټونه دننه په خپلو لیکو کې د دښمن نفوذ جدي نه نیسي او حتا نه غواړي په دې ډېر رپوټ ورکړي، او دا د امنیتي ځواکونو او کورنیو په حق یې جفا ده.» د ۲۰۹ شاهین قول اردو په برید کې ۲۵۰ تنه مړه او څه باندې ۶۵ نور ټپيان شول چې د بلخ د ولایتي شورا په اند د دې پېښې په هکله شکونه پر خپل ځای دي. د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د دغې پېښې د جدي څېړنې غوښتونکي یوو ترڅو د دغې پېښې څرګند او پټ لاسونه او اصلي عاملان مجازات شي.» له دې مخکې هم حکومت د بحث وړ او لویو پېښو په اړه حقیقت موندونکي کمېسیونونه ګمارلي، خو د دغو کمېسیونو څېړنې یا له خلکو سره نه دي شریکې شوې او یا هم نیمګړې وې. د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې حکومت د پېښو په هکله د کمېسیون په ګمارلو سره غواړي خلک دوکه کړي.