Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د کابل په نږدې ولسوالیو کې د طالبانو له شتوالي خبری

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د کابل ولایتي شورا رييس سید عبدالرحمان هاشمي وايي، چې وسلوالو طالبانو د کابل په یو شمېر ولسواالیو کې فعالیت پیل کړی او د شپې له خوا د پغمان، سروبي، قره باغ او موسهي ولسوالیو په ځينو سیمو کې خلک تلاشي کوي. د هغه په وینا؛ وسلوالو طالبانو په دغو سیمو کې جلب او جذب هم پیل کړی دی. د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي هم مني، چې په ارغندۍ او پشه يي دره کې وسلوالو طالبانو فعالیت پیل کړی دی. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه رپوټونه بې بنسټه ګڼي او وایي؛ مونږ ته داسې ګزارش نه دی تر لاسه شوی، چې طالبان دې په کابل کې د تلاشۍ ځواک ولري. که څه هم په تېرو څو کلونو کې پلازمېنه کابل د وسلوالو طالبانو له ځانمرګو بریدونو او چاودنو خوندي نه و؛ خو اوس د هغوی فزیکي حضور دا دی ښاریان اندېښمن کړي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123