$ 0 0 په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۶ تنه کسان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو سره د تړاو په تور نیول شوي. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار والی ویاند عطا الله خوګیاني وایي، په نیول شویو کسانو کې درې پاکستاني وګړي هم شامل دي. هغه زیاته کړه چې دغه کسان تیره شپه ناوخته د روداتو ولسوالی له اړون سیمې څخه نیول شوي. ښاغلي خوګیاني وایي ” روادتو ولسوالۍ کې درې پاکستانیان او درې افغانان چې غوښتل یې داعش لیکو ته ولاړ شي،پولیسو تېره شپه ونیول.” ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه په یاد ولایت کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه په پیل شوي عملیاتو کې بوخت دي. سیمه ییز چارواکي په ننګرهار ولایت کې مخکې ویلي و چې د داعش یا اسلامي دولت ډېری جنګیالي پاکستانیان دي خو د لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یو ایراني وګړی له داعش وسله والو سره د همکاري په ترو نیول کیږی.