Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د ۴ قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي

$
0
0
په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وال د چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ګډو امنیتی ځواکونو دحمزه په نوم روانو عملیاتو پر مهال داچین ولسوالی اړوند د پیښې او ګاو درې په ساحو کې هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کړی چې په پایله کې دڅلورو قوماندانانو عمری ، عمر شاه ، ثابت او ابو طلحه په ګډون لس (۱۰) داعش وسله وال وژل شوي . خبرپاڼه زیاتوي، چې دعملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو منسوبینو او ملکي وکړو ته زیان ندې اوښتې او عملیات په بریالیتوب سره دوام لري . ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې سیمه ییز چارواکي تیره ورځ وویل، چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش د لمنځه وړلو په موخه د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د دوشنبې راهیسې ۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي .

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>