Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

کاپیسا کې دوه ماشومانو ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کاپیسا ولایت سیمه‎ييز چارواکو نن(چهارشنبې د غويي۲۷مه) وویل چې دوه ماشومان د سرک غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي. د کاپيسا امنیه قومندان، محمدرزاق یعقوبي وايي چې چاودنه تېره ورځ غرمه‎مهال د نجراب ولسوالۍ په تپه‎درې سیمه کې شوې ده. دی وايي چې د ټپيانو حالت ښه دی او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه کومې ډله د ماین‎خښولو مسوؤلیت نه دی منلی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133