Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187

ولسمشر غني د پروان علماو شورا رئیس وژنه وغندله

$
0
0
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پروان د علماو شورا د رئیس وژنه وغندله. د جمهوري ریاست له لوري نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تروریستي ډلې دیني او بشري حقونو ته درناوی نه لري. نن سې شنبې سهار د پروان ولایت د عیدګاه په دولتي مدرسه کې د چاودنې له امله مولوي عبدالرحیم حنفي چې په شاه اغا مشهور و ووژل شو او د مدرسې پنځه زده کوونکي ټپیان شول. د اجرائیه ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د دغې پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي. د دغې چاودنې مسؤلت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>