Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په مدرسه کې چاودنه د پروان علماو شورا رئیس او ۷ زدوونکي وژلي

$
0
0
د افغانستان په شمال پروان ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ کسان د یاد ولایت د علماو شورا رئیس په ګډون وژل شوي. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د راپورنو له مخې، پیښه نن سهار د چاریکار په اړوند سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د پروان ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبدلرحیم شاه حنفي او ۷ زدکوونکي وژل شوي. تر اوسه د دغي پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی. پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی. د پروان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123