$ 0 0 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د بیان ازادۍ او حقیقتونو خپرولو په برخه کې د یو شمېر ویندویانو او خبریالانو د خدمتونو د تقدیرولو په خاطر هغوی ته عالي دولتي مډالونه او تقدیرنامې ورکړې. په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې په عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي د وینا پرمهال وویل، د رسنیو د نړیوالې ورځې نمانځل د حکومت او رسنیو ګډه همکاري او د بیان ازادۍ څخه د حکومت ملاتړ ښیي. ښاغلي میوندي وویل، د جمهوري ریاست د عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو مشاوریت تعهد لري چې د بیان د ازادۍ د ملاتړ او رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته د رسنیزو فعالیتونو په موخه لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د جمهور رئیس ستر سلاکار څرګنده کړه، معلوماتو ته د لاسرسي د حکم په اساس ټولې ادارې او حکومتي ویاندویان مکلف دي چې خپل اړوند معلومات د رسنیو په اختیار کې ورکړي. هغه زیاته کړه، موږ غواړو چې ستاسو د ملاتړ په موخه له تاسو واورو او ستاسو د کار او لارې لوی خنډونه او ستونزې په اساسي توګه حل کړو. ورپسې د خبریالانو د مصئونیت کمېټې رئیس نجیب شریفي د وینا پرمهال له جمهور رئیس څخه خبریالانو ته د پاملرنې او د هغوی د تقدیر له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه دا کار د خبریالانو په کاري روحیه او د حکومت او خبریالانو او رسنیو تر منځ د اړیکو په ټينګښت ښه اغېز لري. هغه وویل، سره له دې چې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۳ تنو خبریالانو د رسنیز کار پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ او ځینې نور خبریالان له خشونت او توند چلند سره مخ شوي، مګر د دې باوجود هم خبریالانو خپل کار ته ادامه ورکړې او د دوی د کار او حکومت د همکارۍ له برکته بیا هم افغانستان د نړۍ د هېوادونو په کچه ۱۲۰ ځای لري. ښاغلي شریفي وویل، سره له دې چې حکومت د بیان ازادۍ ملاتړ، د رسنیو سره همکارۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په موخه د مصئونیت کمېټه ایجاد او ځینې احکام او فرامین ورکړي دي، خو دغه فرامین او احکام لا هم نه دي تطبیق شوي. هغه زیاته کړه، لا هم په ځینو وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې په دې برخه کې ستونزې موجودې دي. د خبریالانو د مصئونیت کمېټې رئیس څرګنده کړه، چې ځینې خلک لا هم د بیان په ازادۍ او رسنیز کار اعتماد نه لري، نو حکومت دې په دې برخه کې پراخ عامه پوهاوی او کمپاین وکړي. هغه زیاته کړه، د معلوماتو د ورکولو په برخه کې باید سرعت نور هم زیات شي، تر څو پر وخت خلکو ته معلومات ورسېږي. وروسته بشیر عاطف خبرې وکړې او وې ویل چې ویاندویان ټولو رسنیو ته د معلوماتو ورکولو پرځای له ځینو محدودو رسنیو سره د ملګرتیا په اساس اړیکې پالي او هغوی ته معلومات ورکوي. چې دغه مهال نورې رسنۍدویم او دریم لاس معلوماتو ته مراجعه کوي. نوموړي وویل، د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې لا تراوسه نه دي تعقیب شوي او نه هم یادو عاملینو ته سزا ورکړل شوې ده. هغه زیاته کړه، هغه افراد او ډلې چې په رسنیو بریدونه او د دوی پر وړاندې خشونت کوي هغوی دې د نړیوالې ټولنې په تور لېست کې شامل شي. معصومې محمدي یادې غونډې ته د وینا پرمهال په رسنیو کې د ښځو کمرنګه حضور ته په اشارې وویل، د رسنیو مسوولین دې ښځو ته د رسنیو د مدیریت او تصمیم نیولو په برخه کې توجه وکړي او همدارنګه دې حکومت هغوی ته کاري فرصتونه برابر کړي. شریف حسنیار وویل، د حکومت د هڅو باوجود لا هم معلوماتو ته د لاسرسي او د معلوماتو ورکولو په برخه کې ستونزې موجودې دي. څېړنیزو راپورونو ته دې پام وشي او د تقابل پرځای دې د تعامل او همکارۍ فضا ایجاد شي. د بیان د ازادۍ سفیر نادر نادري وویل، د اساسي قانون د حکم مطابق د بیان ازادي د انسان طبیعي حق او له تعرض څخه خوندي دی. هغه زیاته کړه، دا ملت ازاد پیدا شوی، په ازادۍ مین دی او تل یې د خپلې ازادۍ لپاره دفاع او مبارزه کړې. ښاغلي نادري خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، تاسو کوښښ وکړئ د بنسټونو په چوکاټ کې د دې ازادۍ درناوی وکړئ چې پایداره شي. هغه زیاته کړه، د هېواد اوسني نسل بدلون موندلی او د بیان ازادۍ د ملاتړ په برخه کې دوی ټول ستاسو ملاتړي دي. هغه زیاته کړه، هیڅوک نشي کولی چې د رسنیو ازادي محدوده کړي، مګر موږ باید د خپل کار محتوا ته لا زیات پام وکړو او د هېواد ملي ګټو او شرایطو ته په پام په صداقت کار وکړو. د بیان د ازادۍ سفیر وویل، سره له دې چې د تروریستانو له لوري د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې خشونت زیات شوی، مګر دوی بیا هم د خپل رسنیز کار پر مټ وکولای شول چې افغانستان د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ۱۲۰ ځای ولري. جمهور رئیس غني د خبریالانو د څرګندونو، وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو یو شمېر ویاندویانو او خبریالانو ته د دوی د کار د تقدیر په موخه د مډالونو او تقدیرنامو له وېش وروسته د وینا پرمهال هغوی ته د رسنیو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله. جمهور رئیس له هغوی څخه مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې یې د خبریالۍ دنده انتخاب کړې. هغه زیاته کړه، دغه انتخاب به د قانون د حاکمیت، ملي بحث او د خلکو تر منځ د ازاد بحث لپاره ګټورې پایلې ولري. محمد اشرف غني د حکومت او رسنیو تر منځ د اعتماد فضا او ښو اړیکو په رامنځته کېدو خوښي وښوده او دا یې د هېواد د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره ګټور وباله. هغه زیاته کړه، د بیان ازادي او بحث باید یو اړخیز نه، بلکې دوه طرفه وي. جمهور رئیس وویل، د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله لیدلوري د رامنځته کېدو لپاره ملي بحث ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د۴۰ کلن بحران له امله موږ فکر کوو چې بحران طبیعي دی. هغه زیاته کړه، موږ باید یو بل درک کړو او خپل تحلیل او قضاوتونه د هېواد وضعیت او شرایطو ته په پام عیار کړو. د هېواد جمهور رئیس وویل، لکه څنګه چې د بیان ازادي یو طرفه نه ده، نو له دې امله رسنۍ هم باید تحمل ولري او د شخصیتونو د ازادۍ حق ته درناوی وکړي او هیڅوک د نورو د محکومولو حق نه لري. هغه زیاته کړه، له جنګ څخه د بحث ډګر ته د نورو راوړل تحمل غواړي او که دا کار په دقیقه توګه ترسره نه کړو، نو د خلکو نبض څخه لیرې کېږو، ځکه هر یو د افغانستان د یو تاریخي زمان متفاوت تصویر لري. جمهور رئیس وویل، موږ پنځه نسلونه یو له بل سره ژوند کوو، خو زموږ تجربې سره مشابه نه دي، نو د یو ګډ ملي بحث په پایله کې باید د بیان په ازادۍ یو واضح ټینګار وي او د قانون په رڼا کې یو بل درک کړو او ټولنه ثبات ته ورسو. جمهور رئیس غني څرګنده کړه، موږ د ملت قابلیت، مقاومت او د ژوند پیاوړي حس ته سلام کوو. هغه زیاته کړه، موږ تل پیاوړی ملت او کمزوري دولتونه لرلي او زموږ دولتونو ملت نه، بلکې ملت مو دولتونه ساتلي دي. جمهور رئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سیداقافاضل سنچارکي ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو د حقونو او بیمې مقررې د تطبیق په برخه کې عاجل اقدام وکړي. هغه خبریالانو ته په خطاب کې وویل، زه چمتو یم چې دا مقرره په حکم، تقنیني فرمان او قانون بدله کړم، ځکه دا د منلو نه ده چې د رسنیو کورنۍ دې بې حقونو وي. جمهور رئیس غني وویل، خصوصي سکتور د دې حق نه لري چې له کوم څرګند دلیل پرته یو چاته د کار د پرېښودلو ووایي. هغه زیاته کړه، رسنۍ باید قانون او فرهنګ رعایت کړي، ځکه که ملکیت شخصي دی، خو مسوولیت یې ملي دي. د هېواد جمهور رئیس وویل، ټولو والیانو ته به د ویډیو کنفرانس له لارې لارښوونه وکړي چې پر وخت د معلوماتو ورکولو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، هر والي چې په دې برخه کې همکاري ونه کړي، نو په اول ځل به اخطار ورکول کېږي او بیا مجازات کېږي. محمد اشرف غني وویل، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش به د مصئونیت کمېټې له خبریالانو سره منظمې ناستې پیل کړي او د د دغو ناستو د نه جوړېدو په صورت کې به یې دلایل له ماسره شریک کړي. هغه څرګنده کړه، معلوماتو ته د نه لاسرسي لویه ستونزه داده چې پالیسي د معلوماتو په اساس نه برابرېږي. هغه زیاته کړه، په ادارو کې باید د معلوماتو راټولو موثر سیستمونه او ادارې فعالې شي. د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، برېښنایي حکومتولي د معلوماتو د راټولولو په برخه کې ډېره موثره ده او سږکال او راتلونکی کال زموږ زیات تمرکز په برېښنایي حکومتولۍ ده. هغه څېړنیز راپورونه مهم وبلل او زیاته یې کړه د معلوماتو راټولولو سیستم باید په یو اصل بدل شي. جمهوررئیس غني وویل، ۲۰۱۶ کال له امنیتي پلوه سخت کال و، خو د قربانیو اوسرښندنو له برکته مو د دښمن شومې موخې او پلانونه شنډ کړل. هغه زیاته کړه، بین المللي تروریستان غواړي چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي، مګر موږ یې برعکس د ثبات او همکارۍ په مرکز د بدلولو کوښښ کوو. جمهور رئیس وویل، پاکستان د افغانستان په مخ لارې وتړلې، مګر هیڅ ستونزه خصوصاً چې هغوی یې توقع لرله رامنځته نشوه او دا د حکومت د دوه نیم کالو ترسره شوي کار پایله وه چې رسنیو دې کارته رسنیز پوښښ ورنه کړ. محمد اشرف غني وویل، د ترسره شویو کارونو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکول او تشریح کول، د ژورنالیستانو ملاتړ او مرسته، دمعلوماتو ورکول او د اعتماد او همکارۍ فضا ایجاد حتمي دی. جمهوررئیس د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته په خطاب کې وویل، خپل دوست او دښمن وپېژنئ. موږ د ازادۍ، قانونیت، ملي وحدت او له بحران څخه د وتلو په هغه کښتۍ کې ناست یوو چې په ګډه به یې بریالیتوب ته رسوو.