Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

دانش: قلعه زال کې د طالبانو ۵ مشهور قوماندانانو په ګډون ۳۷ وسله وال وژل شوي

$
0
0
د افغانستان د کورنیو چاروا وزارت چارواکي وایي، لږ تر لږه ۳۷ تنه وسله وال د طالبانو د ۵ قوماندانانو په ګډون د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالی کې وژل شوي. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش نن خبریالانو ته وویل، چې د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ ته زموږ تازه دمي سرتيري رسیدلي او د خپلو روانو عملیاتو په پایله کې یې تر دا دمه ۳۷ تنه ترهګر وژلي. هغه زیاته کړه، چې په یادو وژل شوو ترهګرو کې د قاري بلال، شمشاد، جابر، عبدالروف او حبیب ناصري په نوم د ترهګرو مشهور قوماندانان هم شامل دي. دغه راز نوموړي بدخشان ولایت ته د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د یوه ګډ پلاوي او تازه دمو سرتیرو د رسیدو خبره هم وکړه ویې ویل، د بدخشان ولایت ایبک ولسوالۍ او ځینې سیمې چې وسله وال مخالفینو تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي هغه به هم ډېر ژر د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شي. دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایتي شورا یو شمیر غړي تیره ورځ وویل چې، وسله والو طالبانو له جمعې ورځې راهیسې په قلعه زابل ولسوالی کې جګړه پیل کړې وه او شاوخوا لس بجې یې دغه ولسوالي ونیوله.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>