Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

طالبان په لغمان کې له بندیانو هره ورځ ۵۰۰ افغانۍ اخلي

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د لغمان د ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز لغمانی زیاتوي، طالبان د علیشنګ له سیمو څخه پر مهترلام او د لغمان پر نورو سیمو بریدونه هم سمبالوي. په علیشنګ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان عزمت میر وایي، طالبانو د علیشنګ ولسوالۍ د ځینو برخو په غرونو کې سمڅې جوړې کړي او بېلابېلې دستګاوې هم لري. د سیمه ییزو پولیسو سرتېری برکت شاه وایي، علیشنګ ولسوالۍ ته تګ راتګ آسانه او ډ‌اډمن نه دی او طالبان وخت ناوخته پر لویو لارو تلاشي او پوښتنې کوي. د سیمې خلک وایي، چې طالبان د علیشنګ ولسوالۍ په شیخ بازار کې پوځي تجهیزات او ډول ډول وسلې هم په آزاده توګه پلوري او پېري. که څه هم امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د وسلوالو ګواښونه له مهترلام ښار لیرې کړي؛ خو اوس هم ترهګرې ډلې د دې ښار په شاوخوا سیمو کې پراخ فعالیت لري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>