د ملی نهاد ځینی وګړی د وحدت ملی د حکومت پر فعالیتونو باندی انتقاد کړی اود سیاسی توافقنامی د پلی کیدو غوښتونکی شو.ددی نهادو په نظر درئیس جمهور او رئیس اجرائیی ترمنځ اختلاف د امنیتی ځواکونو دروحیی د کمزوری کیدو لامل ګرځی.دا نهادونه د عبدالله او غنی څخه غوښتی دی چی دامنیتی ځواکونو د حمایت لپاره باید دا وضعیت ته دپای ټکی کښیږدی او په هیواد د لویو مشکلاتو دحلولو لاره وسنجوی.یو اجتماعی فعال د حکومت درهبرانو څخه غوښتی دی چی دخپل شخصی منافعو لپاره باید خلګ راګیر نه کړی او وویل چی دافغانستان دسیاسی ګډوډیو اصلی زیان منونکی خلګ دی.او یو بل اجتماعی فعال د حکومت درهبرانو څخه غوښتی دی چی رهبران باید په سد راسی او منطقی فکر وکړی او ددی سبب نه شی چی افغانان په پوهنتونونو ووژل شی او په سیندو کی ډوب شی.د هغه په خبره اوس سربازان دسیاسی وضعیت په ناروشنی سره نه پوهیږی چی دجنګ په میدانونو کی د څه شی لپاره وژل کیږی.په دغه حال کی دافغانستان دمسایلو کارپوهان د رهبرانو ترمنځ د سیاسی ګډوډیو لپاره هشدار ورکوی او وایی چی ددی وضعیت ادامه به په داشرایطو کی چی هیواد په سختو جنګونو بوخت دی دخلګو او امنیتی ځواکونو پر روحیه ډیر ناوړه اثر کوی.د پوهانو په باور دحکومت رهبران باید وپوهیږی چی په دا حساس مرحله کی د امتیاز او سیاسی قدرت د انحصار پر سر د چانه وهلو وخت نه دی.هغوی باید شکاره کړی چی هغوی د ځینی کارو داولویت لپاره لکه امنیت، ثبات او د بحرانی وضعیت دتیریدو لپاره دخپل دځینی شخصی غوښتنو څخه تیریږی او ترجیح ورکوی چی دامنیتی اوضاع لپاره دیو او بل په همکاری ددی سخت مرحلی څخه تیر سی.دا په داسی حال کی دی چی ددا مخکی داکتر عبدالله اجرائیی رئیس ویلی وو چی باید سیاسی اختلافات د حکومت درهبرانو ترمنځ د امنیتی سربازانوپر روحیه باندی دتروریزم پر ضد دجنګ لپاره ناوړه اغیزه ونه کړی.په داحال کی پوهان وایی چی د امنیتی سربازانو لیری کول ددی سیاسی وضعیت څخه نه سی کولای چی ددی شرایطو مانع وګرځی؛ په خاصه توګه هغه وخت چی ویل کیږی چی بی برنامه والی، ناهماهنګی، وکاستیو ته توجه نه کول، مشکلات او دامنیتی ځواکونو فوری نیازونه د جنګ په اولو برخو کی داساسی زیانونو څخه د دشمن په مقابل کی دی.ددی لپاره د تحلیلګرانو په خبرو څه ناڅه دامشکلات مستقیم او یاغیر مستقیم دسیاسی ګډوډیو سره ارتباط لری.دوحدت ملی حکومت اختلافات ، دکابینی دوزراوو دصلاحیتونو د انحصار لپاره ، دهمکاری نه درلودل، دامنیت ثبات او دقدرت توسعه او دامنیتی ځواکونو کارآمد بی له شکه دهغوی د پیشرفت مانع ګرځی او دتروریستی دشمن دقدرتمندکیدو لامل ګرځی.دا موضوع ګانی هم کولای سی د سربازانو پرروحیه باندی منفی اغیزه وکړی او دشمن ته د پیشرفت لپاره ښه فرصت پیداکړی.په دا حساب د کارپوهانو په باور هیڅ شک وجود نه لری چی د وحدت ملی دحکومت درهبرانو ترمنځ سیاسی ګډوډی د امنیتی سربازانو او خلګو د زیان او ماتی لامل ګرځی په نهایت کی شاید رهبران وکولای سی چی دخپل ناقص همکاریو دادامه لپاره دوحدت ملی دحکومت په ترقیب کی یو مصلحت پیدا کړی حتی که هیڅ لاره ددی کار لپاره وجود ونه لری، هغوی د خارجی هیوادو لکه امریکا دفشار لاندی ناچاره دی چی یو دبل سره همکاری وکړی؛ مګر هغوی هیڅ وخت به دا ونه سی کولای چی هغه تاوانونه چی ددا ګډوډیو څخه پر خلګو او امنیتی ځواکونو باندی تحمیل سوی دی جبران کړی. په دا زمینه کی دخارجی هیوادو نقش هم صفر دی.ددی لپاره څه ناڅه دافغانستان لپاره، دملی منافع او امنیت لپاره، د امنیتی ځواکونو او د افغانستان د خلګو د وضعیت لپاره باید هر څه سریع اوسنی وضعیت ته دپای ټکی کښیږدی او دکارو د ښه کیدو لپاره صادقانه همکاری او تلاش وکړی.