Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195

د حکمتیار د کور په څو قدمي کې د هغه پر ضد لاریون وشو

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، لاریونکوونکي حکمتیار جنګي جنایت کار او د خلکو وژونکی بولي او د هغه د محاکمې غوښتنه لري. دوی د کابل ښار د اویایمې لسیزې د کورنۍ جګړې د قربانیانو عکسونه له ځان سره لیږدوي، چې په کې د میرویس جلیل، قهار عاصي او نورو قربانیانو عکسونه هم لیدل کیږي. د اعتراض کوونکیو غږ د حکمتیار ساتونکي اړ کړل، چې سړک ته را ووځي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې دولت اوس په دې موقیف کې نه دی، چې جنګي جنایت کاران محاکمه کړي. له دوه لسیزو وروسته ګلبدین حکمتیار د لسګونه موټرو پر ملتیا د پنجشبې په ورځ کابل ته راغی، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ورته د هرکلي مراسم جوړ شول. کابل ښاریان بیا د حکمتیار د موترو په کاروان کې له هغو وسلوالو اندېښنه لري، چې پر سپکو او درندو وسلو سمبال ښار ته را ننوتل.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>