$ 0 0 یاد ډلې ادعا کوي چې په دغه برید کې ۸ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، خو په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، په دغه برید کې یواځې درې سرتیري ټپیان شوي او د هغوي روغتیایي حالت ښه دي. د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. پیښه نن سهار د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په مکروریان سیمه کې رامنځته شوه. امنیتي چارواکي وایي، یوه ځانمرګي برید د بهرنیو ځواکونو قطار هغه مهال په نښه کړه کله چې دوي د تیریدو په حال کې وه. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې د بهرنیو ځواکونو موټرونه ویجاړ شوي خو دوی ته تلفات نهدي رسېدلي.