$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، که څه هم رسنیو په تېرو کلونو کې سخت مزل کړی او له ډېرو قربانیو وروسته اوسني حالت ته رسیدلي؛ خو اوس هم رسنۍ د یو شمېر کسانو پر مزاج برابرې نه ښکاري. ګلبدین حکمتیار، چې تازه په خلکو کې راڅرګند شوی، پر یو شمېر رسنیو یې تندې نیوکې وکړي. نوموړي ځينې رسنۍ شراچوونکې وبللې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد فاضل سانچاراکي وايي، چې د بیان د آزادۍ په وړاندې له بد بینۍ ډکې څرګندونې دغه بهیر ته هیڅ زیان نه اړوي. د ګلبدین حکمتیار دغه څرګندنې د خبریالانو خوندیتوب کمیتې رییس نجیب شریفي غبرګون هم را پارولی دی. نوموړی ټينګار کوي، چې رسنیو ته سپکاوی دوی ته د منلو نه دی. دا په داسې حال کې ده، چې رسنۍ په کور د ننه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ اطلاعاتو ته نه لاسرسی، له خبریالانو سره ناوړه چلند او ګواښونه هغه موارد دي، چې د رسنیو چارې یې ټکنۍ کړي دي.