Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195

ننګرهار: د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله اړولې

$
0
0
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې یا داعش وسله وال او طالبانو وسله والو ترمنځ نښتې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې . د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې تیره ورځ د غويي په لسمه سهار د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې یوه ماشومه شهیده شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې نښتې پر مهال ۲۱ وسله وال طالبان او ۷ داعش وژل شوي او له دواړو مخالفو ډلو څخه ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د ولایت مقام په وینا، داعش په چپرهار ولسوالۍ کې وروسته له هغې د وسله والو طالبانو سره جګړه کوي، چې د نورو ولسوالیو ترڅنګ په هسکه مینه ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې تر هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې نیول شوي دي. ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>