Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21258

د حزب اسلامي نږدې 120 بندیان سبا آزادیږي

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، دغه بندیان، چې اکثره د جګړې په ډګر کې نیول شوي؛ خو له خلاصیدو سره به هغوی د دولت متحدین شي. ګلبدین حکمتیار وایي؛ تر هغې، چې بندیان آزاد نه شي، کابل ته نه راځي. د حزب اسلامي غړی الله ګل مجاهد وایي، ټاکل شوې، چې د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو راخلاص شي. د حزب اسلامي ویاند سید نقیب الله هاشمي وایي، د بندیانو په آزادیدو کې؛ ځکه ځنډ وشو، چې پلاوی یې لغمان ته تللی و. د سولې د هوکړه لیک د عملي کولو کمیسیون رییس اکرم خپلواک وایي، هوکړه لیک به بند په بند پلی شي. د حزب اسلامي د بندیانو د آزادیدو خبره د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له اندېښنو سره هم مخ ده.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21258


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>