$ 0 0 د راپورنو له مخې، د پاکستان په پیښور ښار کې د طالبانو یوه مهم مشر د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له خوا وژل شوي. د امریکا ان-بي-سي نیوز د طالبانو باوري سرچینې له حواله لیکلي، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال پر مولوي محمد داود د برید پړه منلې ده. د سرچینې په وینا، مولوي محمد داود په پیښور کې د طالبانو د شورا مشر و او په دغه برید کې د مولوي داود دوه ساتوونکي هم وژل شوي. د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالبانو یوه غړي له قوله لیکليي، چې پیښه د پنجشنبې په ورځ پیښور ښار ته نژدې شمشتو کمپ کې رامنځته شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم د طالبانو یو مهم قوماندان د نامعلومو وسله والو له خوا په پاکستان کې ووژل شو. دغه طالب قوماندان چې قاری سید مراد نومیده د پیښور د ناصر باغ په لویه لاره کې د وسله والو بری په ټرڅ ووژل شو. د راپورنو پر بنسټ، قاری سید مراد د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ډلې د پوځی کمیسیون یو مهم غړی وو .