Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21314

د افغانستان خلګ ددی څخه چی هیواد یی د رقابتونو ډګر باندی بدل سوی دی سخت رنځ وړی

$
0
0
د آوا د خبر له مخی، کرزی د افغانستان اوسنی وضعیت ته اشاره وکړ او وویل: که موږ خپل هڅی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی یوځای کړو په باور سره کولای سو دا پدیده له منځه یوسو. زموږ هیواد د تروریزم اصلی قربانی دی او د قدرتمند هیوادونو ترمنځ تعامل د پاشیدلو په حال کی دی. کرزی زیاته کړه: جهانی قدرتونه نه یواځی باید خپل هڅی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی هماهنګه کړی بلکه شخصی ګتی هم باید ترڅنګ کیږدی. هغه داعش تروریستی ډلی ته په اشاری سره وویل: افراط او هراس افګنی په سیمه کی د پراختیا په حال کی دی چی ډیر جدی ګواښ و سیمه ایزو هیوادونو لکه روسیه، هند او ایران ته متوجه کوی. کرزی په سیمه کی جهانی قدرتونو رقابت څخه په نیوکی سره وویل: متاسفانه رقابت د همکاری ځای نیولی دی او افغانستان ددی برخی څخه ډیر زیان لیدلی دی. د تروریزم سره مبارزی کمپاین منځه راوړنه د یو منطقوی اجماع په اساس وی او شخصی ګټی په هغه کی نه وی یو اړتیا دی. هغه همدارنګه د امریکا عمل څخه د سولی او امنیت برقراره کولو لپاره په افغانستان کی نیوکه وکړ او وویل: آمریکا لوی بوم د بمونو څخه په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی په وړاندی ګټه اخیستل کیږی چی د ځینو هیوادونو په ملاتړ سره هم مخ سوی دی، خو د افغانستان بحران ددی بوم سره نه حل کیږی. د آسیا خبرګزاری په ګزارش سره، حامد کرزی وویل افغانستان قوی اراده د پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره لری خو خو یواځی په داسی صورت کی چی پاکستان د تروریزم څخه ابزاری ګټی اخیستنی ته د پای ټکی کیږدی. کرزی همدارنګه په دی ناسته کی د طالبانو څخه وغوښته چی د بیګناه کسانو د قتل او کشتار څخه لاس واخلی او مذاکری میز ته مخه کړی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21314


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>