Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187

د بدخشان په تګاب کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې دوام

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د بدخشان والي فیصل احمد بېک‎زاد وايي چې په دغې نښته کې امنیتي ځواکونو ښه لاسته راوړنه لرلې ده.هغه زیاته کړه چې د دغې نښتې له پيل تر اوسه ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. ښاغلي بېک زاد زیاته کړه:«درې ورځې وړاندې کابو ۳۰ طالبانو د تګاب په ولسوالۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له یوه کمین سره مخ شول،۸ تنه یې ووژل شول او د تخار د فرخار ولسوالۍ خوا ته یې تېښته وکړه.خو له بده‎مرغه درې تنه دولتي ځواکونه برسېرن ټپيان شول.» په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا له امنیتي ځواکونو څخه په کلکې نیوکې سره وايي چې حکومت د ترهګرو په له‎‎منځه وړلو کې بې پروايي کوي. د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال صیاالدین واثیق وویل:«بې پروايي د خپلو امنیتي ځواکونو ده،له شپږو میاشتو راهیسې د عملیاتو له پیل څخه خبرې کوي،خو له دولتي ځواکونو څخه وړاندې طالبانو برید وکړ او دا ډېر خطرناک دی.» له بلخوا د ملي دفاع وزارت ګواښ کوي چې ترهګر به له بدخشان څخه ډېر ژر له منځه یوسي. د ملي دفاع وزارت مرستیال افضل امان څرګنده کړه:«موږ ډېر لوړ توان لرو دم‎ګړۍ زموږ ځواکونه د تګاب په ولسوالۍ کې د هېواد له دښمنانو سره په جګړه بوخت دي او ډېر ژر به له‎منځه یوړل شي.» خو د بدخشان ولایتي شورا او خلک ګواښ کوي که‎چېرې په دغه ولایت کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو عملیات پیل نه‎شي،ترهګر به په ډېریو ولسوالیو کې خپل بریدونه پراخ کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>