Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په شیندند کی د طالبانو څخه اوه پنځوس تنه وژل سوی او ټپیان

$
0
0
د آوا د خبرله مخی، جیلانی فرهاد د هرات ولایت والی ویاند وایی چی لږترلږه ۵۷ تنه د طالبانو څخه په خپلو کی نښتی سره په شیندند ولسوالی کی ټپیان او وژل سوی دی. هغه زیاته کړه: دا نښته د ۲۴ ساعتونو په جریان کی په خفیان او بلندک او شیرآباد او ده امان کی ترسره سوی دی چی د ۲۵ تنو وژل کیدو او ۳۲ تنو ټپیان کیدو لامل سوی دی. د هرات والی ویاند زیاته کړه چی هراس افګنان امنیتی ځواکونو باندی هم برید کړی وو چی د امنیتی ځواکونو تهاجمی برید سره بیرته شاته وتومبول سو. فرهاد وایی: په دی نښتو کی د ملاصمد کسانو څخه ۱۸ تنه وژل سوی او ۲۳ تنه نور هم ټپیان سوی دی. د هرات والی ویاند وایی، د ننګیالی کسانو څخه ۸ تنه وژل سوی او ۹ تنه نور هم ټپیان سوی دی. دا په داسی حال کی دی چی د ځینو خبرونو په اساس د طالبانو ترمنځ نښته کی، د غیری نظامی کسانو څخه ټپی او یو انجلۍ هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>