$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، هغه وايي چې کابل ته یې د سفر یوه موخه د افغانستان د اوضاع څېړل دي او هغه به د افغانستان د وضعیت په اړه ولسمشر ټرمپ ته یو بشپړ رپوټ وړاندې کړي. دغه امریکايي چارواکی وايي چې ۲۰۱۷ کال به د افغان ځواکونو لپاره له ننګونو ډک کال وي خو ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه د افغان پوځيانو تر څنګ ولاړ دي. د امریکا د دفاع وزیر جېمزمټيس وايي:«ولسمشر ټرمپ حکم کړی چې په افغانستان کې پر خپل سیاست له سره غور وکړو، له افغان مشرانو سره روانې خبرې د دغو څېړنو برخه ده او زه د دې لپاره دلته راغلی یم او له ولسمشر غني، وزیرانو او د ناټو له قومندان سره مې وکتل ترڅو ولسمشر ټرامپ، د ناتو سرمنشي او ټولو هغو هېوادونو او ځواکونو سره چې له هغوی سره همکاري کوو ښه مشوره وړاندې کړم.» دغه امریکایي چارواکی وايي که څه هم ۲۰۱۷ کال د افغان ځواکونو لپاره ستونزمن کال دی خو له دوی څخه به د بهرنیو ځواکونو ملاتړ دوام وکړي. ښاغلي مټیس زیاته کړه:«د دغه مأموریت د ننګونو په اړه هېڅ شک نشته، ۲۰۱۷ کال به د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې له ننګونو ډک وي چې د ترهګرۍ او هغو کسانو په وړاندې چې غواړي افغان حکومت ته زیان ورسوي د افغان ځواکونو ترڅنګ به ولاړ وي.» د امریکا دفاع وزیر له طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه د اندېښنو په ځواب کې وايي که دا مسئله ثابته شي د روسیې دا کار به د نړیوالو قوانینو پرخلاف وي او له هغې سره به مقابله وکړي. هغه وايي:«روسیې دا لاره ټاکلې چې په بېلابېلو برخو کې زموږ ستراتیژيک سیال وي، موږ به له روسیې سره د دغو مسئلو په اړه له ډیپلوماتیکو لارو پرمخ ولاړ شو، خو کله چې روسیه له نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ونهکړي موږ به له روسیې سره مقابله وکړو.» د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جان نېکلسن څرګنده کړه:«یوازینی څه چې زه یې ستاسو د پوښتنې په اړه زیاتوم دا دي چې خپلو هڅو ته به دوام ورکړو چې د دغو همکاریو په اړه رپوټونه ترلاسه کړو او البته په ښکاره توګه هغه مشروعیت چې روسیې طالبانو ته ورکړی داسې ښکارنده ده چې یو کال مخکې د روسیې لخوا پيل شوې، وسله وال کول، تېری او داسې دښمن ته مشروعیت ورکول چې بریدونه کوي لکه څنګه یې چې په مزارشریف کې موږ د وروستي برید کتوونکي وو، دا د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره ښه لاره نهشي کېدای.» کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې مخکې طالبانو په بلخ ولایت کې په شاهین قول اردو کې په لسګونه افغان پوځیان ووژل.