Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

بلوچستان کې ماين چاودنې ۴ ملېشه سرتېري وژلي او ۳ يې ټپيان کړي

$
0
0
د ملېشه ځواکونو ايالتي وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې ملېشه سرتېري په څو موټرو کې د کېچ ضلعې د مند سيمې په ګواک نومې ځاى کې راروان وو چې مخکې له مخکې ورته خښ کړل شوى ماين د ريموټ کنټرول په وسيله وچاودېد او په نتيجه کې يې څلور ملېشه سرتېري ووژل شول او درې نور په‎کې ټپيان شول.د ملېشه ځواکونو وياند وايي، په چاودنه کې ټپي سرتېري سمدستي په هليکوپټر کې د تربت ښارګوټي روغتون ته يووړل شول چې وايي حالت‌يې له خطرې وتلى دى.چاودنې د ملېشه سرتېرو موټر ته هم په بشپړه توګه زيان اړولى دى.د مکران ډېوېژن کمېشنر بشير احمد بنګلزي بيا رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې يو بل لاروى هم وژل شوى چې وايي، د پېښې په وخت کې په خپل موټر کې د ملېشه ځواکونو له قافلې سره پر څنګ روان وو.د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهري دا چاودنه په کلکه غندلې او خپلو امنيتي ادارو ته‌يې امر کړى چې په سيمه کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه‌دى منلې، خو د ملېشه ځواکونو وياند يې په خبرپاڼه کې مسؤليت پر يوه ناقانونه وسله‎وال سازمان بلوچستان لېبرېشن فرنټ باندې وراچولى دی.دغه سازمان د ايران پولې ته نېږدې په تربت، کېچ، اواران او پنجګور سيمو کې فعال دى او د بلوچستان د بشپړې خپلواکۍ لپاره اکثر پر پاکستاني سرتېرو او تأسيساتو د حملو مسؤليت پر غاړه اخلي. 

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>