Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

د لوګرولایت کي شل تنه مایل پآکان تښتول شوي دي

$
0
0
چارواکي وايي، نا معلومه وسله والو کسانو په لوګر کې د ماین پاکۍ د یوې موسیسې ۲۰ تنه کارکوونکي تښتولي دي. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د لوګر ولایت چارواکي ویلي دی. چې د چهارشنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت د مرکز اړوند د الیاس خان کلا په سیمه کې د نامعلومو وسله‎والو له لوري د یوې موسسې ۲۰ تنه ماین پاکان تښتول شوي دي. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیوته وویل، د سټرلېنګ په نوم د ماین پاکوونې موسسې شل تنه ماین پاکان په یو کاسټر موټر کې د خپل دفتره د کار ساحې ته په لاره وو چې په یاده سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا برمته شوي. نوموړی زیاتوي، د ماین پاکانو د موندلو لپاره د کشفي او امنیتي ادارو له‎خوا هلې ځلې پیل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه پورې د تښتول شویو ماین پاکانو لوری نه دی معلوم خو امنیتي او کشفي ارګانونو په‎دې اړه پلټنې پیل کړې دي. خو تر اوسه پورې ددغه ټښتووني کومې وسله‎والې ډلې د دې قضيې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>