$ 0 0 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د بشري سرچینو عالي شورا غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي د بشري پانګې پلان د نهایي مسودې په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، د تخنیکي تعلیماتو د انستیتوتونو په ښوونیز سیستم کې جدي ستونزې موجودې دي. تر دې چې اکثره فارغان په بازار کې د جذبېدو په ځای پوهنتونونو کې زده کړې پيلوي. ښاغلي قیومي زیاته کړه: د دغه مرکزونو د استادانو په اړه هم جدي ستونزې لیدل کېږي. په دغه مرکزونو کې اکثریت استادان د تدریس کافي وړتیا نه لري او یا د زدهکړې له نویو میتودونو سره بلد نه دي. د جمهوررئیس ستر سلاکار وویل، دغو انستیتوتونو کې په یو وار تغییرات ګران دي، خو په مرحلهيي توګه ممکنه ده چې دا کار پيل شي. هغه څرګنده کړه، په مسلکي او تخنیکي ښوونځیو کې دې د تیورۍ تر څنګ عملي مسائلو ته هم پاملرنه وشي او د دغه مرکزونو استادانو د ظرفیت لوړولو په خاطر کولای شو د ازموینې وروسته هغوی په څو پړاوونو کې د زده کړو لپاره هند ته ولیږو. ورپسې د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي معین رحیل محمد فرملي خبرې وکړې وې ویل، د دغه مرکزونو ډېری زدهکوونکي د سراسري کانکور له لارې جذبېږي، ښه دا ده چې د هغوی د جذب پر میتود بیا کتنه وشي. هغه وویل، دغو مرکزونو کې دې هغه کسان جذب شي چې په خپله خوښه یې دغه څانګې انتخاب کړي وي او د بازار له اړتیاوو سره سمې وي. فرملي د دې تر څنګ چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د بودجې زیاتول وغوښتل وې ویل، د ودانیو، تجهیزاتو او د ظرفیت لوړولو برخه کې زیاتو امکاناتو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه: اوسنی تعلیمي نصاب د شته بازار اړتیاوې نشي ځوابولی. هغه وویل: د کتابونو چاپ او ویش هم په خپل وخت نه ترسره کېږي، په دې برخه کې دې له خصوصي سکتور څخه ګټه واخېستل شي او د زونونو په اساس دې کتابونه چاپ او وویشل شي. په دغه غونډه کې عبدالسلام رحیمي، احمد نادر نادري، محمود بلیغ، دلاور درمل او ډاکټر ابراهیم شینواري په مسلکي او تخنیکي زده کړو کې د نوښتونو په اړه خپل نظریات غونډې سره شریک کړل. محمداشرف غني په دغه غونډه کې وویل، په تېرو ۱۵کالو کې د هېواد په ناچاره قشر پانګونه نه ده شوې، اوس حکومت هوډ لري چې په دغه نسل د پانګونې له لارې هغوی د زیاتو مهارتونو د زدهکړې لپاره هند او چین ته ولېږي. محمد اشرف غني وویل، په بشري ځواک کې باید اساسي بدلون راشي او د بشري سرچینو عالي شورا به په دغه برخه کې دوامدار کار وکړي. جمهوررئیس وویل: د ادارو د ظرفیت او مدیریت لوړولو په خاطر به راتلونکي کال د بشري سرچینو عالي شورا ته ځانګړي بودجه تخصیص شي. جمهوررئیس د مسلکي لیسو اهمیت ته په اشارې وویل: د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو لیسې به مسلکي مدیرانو ته وسپارل شي. جمهوررئیس د دولتي ادارو او بشري سرچینو په مسلکيتوب ټینګار وکړ، وې ویل: د مسلکي ځواک د نشتوالي له امله دا مهال په هېواد کې ۶۰زره بهرني کارګر په کار بوخت دي. جمهوررئیس وویل، خصوصي سکتور هم متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري، دغه سکتور سره په مشوره باید لازم اقدامات وشي. هغه څرګنده کړه، د مسلکي تعلیماتو سیستم اوږده مخینه لري د دې اړتیا ده چې د هغه په ټولو برخو کې نوښتونه رامنځته شي.