Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

هېواد کې د نا امنیو له امله کابو زر ښوونځي تړلي دي

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پوهنې وزارت نن(چهارشنبې د کب۲۵مه) ویلي دي چې په هېواد کې د نا امنیو له امله کابو زر ښوونځي د زده‎کوونکو پر مخ تړلي دي. د یاد وزارت ویاند، مجیب مهرداد څرګندوي چې اوس‎مهال ۱۷۴۸۲ ښوونځي په تول هېواد کې تړلي دي او له ډلې یې ۱۰۶ ښوونځي د زرګونو نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي. ښاغلی مهرداد ټینګار کوي چې د پوهنې وزارت به په روان کال کې د هېواد په څو ولایتونو کې ۱۲ زره نمرې ښوونکو ته وویشي. مخکې له دې ښوونځیو ته د ۱۱میلیونو زده‎کوونکو تګ د مخکیني نظام له لاسته‎راوړنو شمېرل کېده، خو د پوهنې وزارت وايي چې د دوی اوسنۍ شمېرې ښیې چې د هېواد په ۱۷ زره ښوونځیو کې کابو ۶ میلیونه زده‎کوونکي پر زده‎کړو بوخت دي. د دې وزارت پخوانی مرستیال هم مني چې د زده‎کوونکو شمېر په اړه ورکړل شوې شمېرې سمې نه وې. دی یې لامل فساد له امکاناتو ناسمه ګټه پورته کول بولي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>