$ 0 0 د افغان غږ (آوا) آژانس د خبرله مخی، افغان امنیتی ځواکونه په دې عملیاتو کې د هلمند مرکز په لویدیځ کې یوشمېرمهمو طالبانو نیول دی. د پوله ساتوځواکونو د ۴مې لوا قومندان، ظاهر ګل مقبل وایی، چي اوسمهال امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت د لشګرګاه ۳ امنیتي حوزي ډېرې برخې د وسلهوالو له شتون څخه پاکې کړې. هغه وویل، چي ده چې د نادعلي ولسوالی د مرکزپه لورپیل شوي عملیات پرمخ روان دي. دوی زیاتیوی، چي دا عملیات د ۱۷ میوند په نوم پیل شوي دي چې د نادعلي اومارجې ولسوالیو عمومي لارې به خلاصې شي. په دغه عملیاتو کې مو ډېرو وسلهوالو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده. هغه وویل، چی د افغان امنیتی ځواکونوعملیاتوکې د ۴ سیمه ییزو پولیسو په ګډون ۳۲ کسان د طالبانو له بند څخه خوشې کړي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.