$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، روسیه او چین د افغانستان په ګاونډ کې پراته هېوادونه؛ په افغانستان کې د داعش فعالیتونو اندېښمن کړي او په دې وروستیو کې د افغانستان په مسایلو کې تر ډېره ځان ښکېل ګڼي. درې میاشتې مخکې مسکو په ډسبمر میاشت کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې. اوس روسیه غواړي، چې د افغانستان د سولې او ثبات پر مسایلو خپلو خبرو ته نړیوال رنګ ورکړي او په دغو خبرو کې امریکا، هند او د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم بلنه ورکړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال ولادمیر سفرانکوف وایي، په افغانستان کې پر مسایلو هوکړه د نړیوالو توافق ته اړتیا لري. مونږ په افغانستان کې د سولې له بهیر سره همکاریو ته تیار یو. دا به ښه وي، چې په راتلونکې غونډه کې امریکا او د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم بلنه ورکړو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي، چې تر یوې اوونۍ پورې به د افغانستان د ملي امنیت سلاکار مسکو ته سفر ولري. ویل کیږي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار به له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې، ثبات او دوه اړخیزو ګټو په اړه خبرې وکړي. په ملګرو ملتونو کې د چین استازی وی هایتائو هم د افغانستان له روغې جوړې د خپل هېواد د ملاتړ ژمنه کوي او وایي، مونږ هم له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د سولې ، ثبات او پرمختګ رامنځته کولو بهیر روان ساتو. دا په داسې حال کې ده، چې روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې منلي؛ خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تېره اوونۍ په هند کې وویل، چې روسیه باید د داعش په وړاندې مبارزه کې طالبان ونه کاروي؛ ځکه غوره داده ، چې د داعش په وړاندې مبلارزه کې دولتونه له یو بل سره په اړیکو کې شي او پر قد یې همکاري وکړي.