$ 0 0 د ملي دفاع وزارت ویلی دي، په ارزګان کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم پوځي مشر پر کاروان په هوايي برید کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي. د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخې، وزارت دفاع وای. چې برید تېره ورځ د ارزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر حاجي لالا پر کاروان شوی دی. دافغانستان د دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۳۰ وسله وال وژل شوي خو دا چې حاجي لالا په کې وژل شوی او که نه په اړه یې څه نه دي ویل شوي. ویل ګږی. چې هلمند او ارزګان ولایتونو کې له دوه میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او د دولت مخالفین تر منځ جګړې روانې دي.