$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، سرتاج عزیز د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې ګواکي پاکستان دې د وسلوالو طالبانو د چارواکو پرخلاف ګامونه پورته کړي. سرتاج عزیز ویلي، چې اوس هم باید د خبرو لار غوره شي. د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې د وسلوالو طالبانو پر خلاف د افغان دولت څوارلس کلنه جګړه ناکامه ده. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، چې جګړه د پاکستان له خوا پر افغانستان تپل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روستیو ناامنیو پر لامل دغه هېواد له افغانستان سره د تورخم او چمن ترانزیتي لارې له یوې اوونۍ راهیسې تړلي او په پنجاب کې یې د افغانانو ځورول، نیول او بېوسه کولو عملیات پیل کړي دي.