Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

د دوستم اووه شخصی ساتونکی محکمی ته حاضر سو

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، ویل کیږی چی مخکی دوه ساتونکی یی د څیړنی لپاره حاضر سوی وو. په همدی حال کی، صدیق صدیقی، د هیواد د داخلی چارو ویاند ویلی دی: د داخلی چارو وزارت قبلوی چی د اوو ساتونکو څیړنه چی په بد رفتاری باندی تورن دی، د لوی څارنوالی پواسطه جریان لری. دا په داسی حال کی دی چی د جنرال دوستم د کور شاوخوا د سه شنبه په لړ کی د امنیتی ځواکونو په واسطه محاصره سوی وو او دا بخشونه د معمول حد څخه د ډیرو امنیتی ځواکونو د حضور شاهد وو. خو ښاغلی دوستم د سه شنبه په شپه په یو خبری ناسته کی د هغه د کور د محاصره کیدو ګزارشونه لد کړ او وویل چی نه پوهیږی امنیتی ځواکونه د څه لپاره د کابل د شیرپور په ځینو برخو کی حضور پیدا کړی وو. څو میاشتی مخکی، احمد ایشچی، د جنرال دوستم یو سیاسی مخالف ادعا وکړ چی هغه د ښاغلی دوستم او ساتونکی له خوا د جنسی بدرفتاری لاندی قرار نیولی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>