Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

د جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي د څېړنې لپاره محکمې ته حاضر شول

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې د هغو اوو ساتونکو څېړنې د سترې محکمې له خوا روانې دي چې په یوې پېښه کې په بدچلنۍ تورن وو.» دا په داسې حال کې ده چې د سې‎شنبې په ورځ د جنرال دوستم د کور شاوخوا برخې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابندې وې او دغه سیمې له معمولې کچې څخه د زیاتو امنیتي ځواکونو د حضور شاهدې وې. خو ښاغلي دوستم د سې‎شنبې پر ماښام په یوې خبرې ناسته د خپل کور د کلابندي رد کړه او وې ویل چې نه پوهېږي چې امنیتي ځواکونه د څه لپاره د کابل په شیرپور سیمه کې حضور لري. هغه همدارنګه وویل چې امنیتي ځواکونه د تره خېلو قوم او پولیسو ترمنځ د ستونزې له امله دغو برخو ته راغلي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>