Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21239

افغانستان ته د ایران د صادراتو کچه ۲،۸ میلیارډو ډالرو ته رسېدلې

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې په دې کار سره پاکستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه له لاسه ورکوي. په ایران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور په وینا، که د ایران تیل په پام کې و نه نیول شي، نو افغانستان د ایراني توکو تر ټولو لوی وارد کوونکی هېواد دی. اوس مهال افغانستان له ایران څخه ډیری لبنیات، د کور وسایل او نور خوراکي توکي واردوي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولانو نن سې‎شنبې(د کب په ۳ مه)اعلان وکړ چې د پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان د پولو ترمنځ سرحدي بندیزونو د هېواد پر اقتصاد او د توکو په بیه هېڅ اغېزه نه ده لرلې او د پاکستان کړنې به یوازې د هغه خپل اقتصاد ته زیان ورسوي. د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې په دې کار سره پاکستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه له لاسه ورکوي. د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان په سوداګرۍ کې بې ثباتۍ ته په پام سره د پاکستاني کلدارو کارول په دغه راز وضعیت کې د هېواد په زیان ګڼي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21239


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>