Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21153

د لښکرګاه‎ او کندهار لارې امنیتي ګواښونه او د خلکو ستونزې

$
0
0
د آوا د خبر له مخی: د لښکرګاه‎ـ‎کندهار لاره څه موده مخکی د وسله‎والو طالبان تر واک لاندې وه، د یوی نیمی میاشتی لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه، اوس هم تر امنیتي ګوښونو لاندې ده. د سړک غاړې ماینونه او د طالبانو شتون د لښکرګاه او کندهاره ترمنځ لاره کی موټر چلونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د امنیتی ځواکونو په وینا د دې لارې امنیت امنیتي پوستي ساتي، خو ځینې وخت د طالبانو تر برید لاندي راځي. د دې لارې په ډېرو برخو کی له موټر نه کیښته کیدل له ګواښونو تش نه وي او ځینې وختونه د سر په بیه هم تمامیږي. خو امنیتي ځواکونو شمېر چې د دې لارې امنیت ساتي کم دی، تجهیزات هم په واک کې نلري. د ملي اردو سرتېری، سخي مراد زیاتوي:« موږ ته طالبان ډير نېږدې دي، او موږ خپلو پوستو کي ډېر کم کسان یوو اوس هم طالبان د شپې د لوې لارې پر سرځیني امنیتي پوستو ته طالبان ډېر نېږدې دي.» موټر چلونکي د لښکرګاه کندهار لاره کې د امنیتي ځواکونو ډېروالی هم د موټر چلونکو او امنیتي سرتیرو لپاره اړتیا بولي. د کندهار او لښکرګاه لویه لاره د افغانستان له مهمو لاروڅخه ګڼل کیږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21153


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>