$ 0 0 د فاریاب سیمهييزو چارواکو نن(دوشنبې د کب۲مه) وویل چې په دې ولایت کې درېیو ورځو پرله پسې بېسارې واورې اورېدو له امله ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان دي. په دې ولایت کې د واورو اورښتو تېرو ۴۰ کلونو راهیسې بېساری بلل شوی. د فاریاب والي، سید انور وايي:«په تېرو لنډو ورځو کې د واورو اورښت په تېرو ۴۹ کلونو کې بې ساری دی. د اورښتونو له امله سره له دې چې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ډېر شمېر مالي زیان یې هم اړولی دی. په بلڅراغ ولسوالۍ کې ځواکونه هڅه کوي چې لارې پرانیستل شي. او ټول بنسټونه اړمنو کسانو ته د مرستو په هڅه کې دي.» په همدې حال کې د فاریاب د پولیسو چاروکي څرګندوي، دوی یو شمېر کسان چې په واورو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي. د امنیت آمر، امانالله زیاتوي:«۶۰ تر ۷۰ موټر چې له مسافرو سره په لاره کې بند پاتې وو د واورو له امله، پولیسو ژغورلي دي. البته په دې برخه کې نورو دولتې بنسټونو هم همکاري کړې ده.» د فریاب ولایت پښتونکوټ، بلڅراغ، قرمقول، اندخوی او دولت آباد ولسوالیو کې ډېرې واورې ورېدلې دي چې په سلګونه څاروي یې هم له امله مړه شوي دي.