Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د امنیت نشتوالی،د سیمه‎ييزو پروژو د پلي کېدو په وړاندې ستونزه

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ټاپي پروژې د کار پیل،د «ټاپ»پرووژې پلي کېدل چې د هغه په چوکاټ کې د ترکمنستان برېښنا له افغانستان څخه پاکستان ته به ورسېږي او د کنړ د بند د لومړنیو کارونو پيل چې د هغه پر نبسټ ۴ زره میګاوټ برېښنا به تولید شي له مهمو پروژو څخه دي چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د سیمه‎ييزو همکاریو په پروګرام کې رانغښتې دي. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت مسؤولان وايي چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د سیمې هېوادونه د سیمه‎يیزې همکارۍ په چوکاټ کې پنځه مهمې پروژې تر لاس لاندې لري. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي:«ریکا او د اسټانبول یا د اسیا د زړه بهیر یوې همغږۍ ته اړتیا لري ځکه چې د سیاسي مسایلو سربېره ناامني نه پرېږدي چې سترې سیمه‎ييزې پروژې په لازمه توګه پلې شي او په دې برخه کې د سیمه‎ييزو سازمانونو ونډه ډېره مهمه ده.» د ټاپي پروژې د کار پیل،د «ټاپ»پرووژې پلي کېدل چې د هغه په چوکاټ کې د ترکمنستان برېښنا له افغانستان څخه پاکستان ته به ورسېږي او د کنړ د بند د لومړنیو کارونو پيل چې د هغه پر نبسټ ۴ زره میګاوټ برېښنا به تولید شي له مهمو پروژو څخه دي چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د سیمه‎ييزو همکاریو په پروګرام کې رانغښتې دي. د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس وحیدالله ویسي وویل:«د هغو خبرو اترو په پایله کې چې موږ د ۱۹ هېوادونو له استازو سره په دې برخه کې لرلې ټول د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره ژمن دي او دغه پروګرام په لومړيتوب کې ځای لري.» ټاکل شوې ده چې د سیمه‎ييزو همکاریو اومه یا«اومه ریکا»تر راتلونکو ۹ میاشتو په ترکمنستان کې جوړه شي او همدارنګه د «ریکا»سوداګریزه غونډه تر راتلونکو ۱۵ ورځو د غړو او مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په ګډون سره په ترکیه کې ترسره شي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>