Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

د پولیسو اصلی وظیفه په ټولنه کی د قانون تنفیذ دی

$
0
0
د آوا په خبرګزاری سره، تاج محمد جاهد، د داخلی چارو وزیر نن(شنبه) د پولیسو او بشر حقوقو په دوه ورځنۍ زده کړی کارګاه کی په کابل کی وویل چی د پولیسو اصلی وظیفه د امن تامین، عامه نظم او د قانون تنفیذ په ټولنه کی دی خو تحمیلی جنګ ددی ځواکونو د کار مانع ګرځیدلی دی. هغه اضافه کړ چی په هیواد کی د لسو څخه ډیرو تروریستی ډلو شتون ددی باعث سوی دی چی پولیس هم د جنګی ځواک په حیث جنګ ته داخل سی ترڅو د خلګو مال او ژوند څخه ساتنه وکړی. د هغه په وینا تحمیلی جنګ په هیواد کی پولیس ځواکونه د اصلی وظیفی څخه چی په ټولنه کی د قانون تنفیذ دی لیری کړی دی. د هغه په وینا ملی پولیس ورځ په ورځ د مسلکی کیدو لوری ته ځی ځکه چی د پولیسو مسلکی کیدل په ټولنه کی دعدالت او بشر حقوق د ساتنی لامل ګرځی. د داخلی وزیر اظهار درلودی: د هیواد امنیتی ځواکونه بالخصوص پولیس د هیواد په ټولو برخو کی د خلګو د اعتماد د لاسته راوړلو په لټه کی دی. دا حکومتی مقام وویل چی داخلی وزارت هڅه لری تر څو د خلګو او پولیسو په منځ کی اعتماد قوی کړی تر څو ځواکونه په سمه توګه وکولای سی خپل کارونو ته ورسیږی. ښاغلی مجاهد، د تروریستی ډلو د بریدونو په اړه وویل چی د افغانستان د دشمنانو ډیر بریدونه پر پولیس ځواکونو باندی ترسره کیږی ځکه چی پولیس د ملی ځواک په نسبت د لږ تجهیزاتو درلودونکی دی. په همدی حال کی سیما سمر، د بشر حقوقو کمیسیون مشر هم په دی زده کړیز کارګاه کی وویل چی د بشر حقوقو کمیسیون په هیواد کی د اسلامی ارزشونو په اساس د بشر حقوقو د وضعیت د ښه والی لپاره فعالیت کوی. هغه وویل: که موږ مسلکی پولیس په هیواد کی ولرو نو په هیواد کی به نور قوانین نقض نه سی او د بشر حقوقو څخه تخطی هم منځته نه راځی. د بشر حقوقو کمیسیون مشر د هیواد د اوسیدونکی په اړه چی د پولیسو لخوا زورول کیږی وویل چی شکنجه یا زورونه یو غیری انسانی او غیری قانونی عمل دی پولیس حق نه لری چی د تورنو کسانو څخه د اعتراف لپاره د شکنجی یا زورونی څخه کار واخلی. هغه وویل چی که پولیس شکنجی یا زورونی ته لاس پوری کړی باید عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی سی ځکه چی دا یو غیری قانونی عمل دی. د بشر حقوقو کمیسیون مشر وویل چی پولیس باید د هغه صلاحیتونو څخه چی لری بیځایه ګټه پورته نه کړی ځکه چی د پولیس او خلګو د لیری والی لامل ګرځی. هغه ټینګار وکړ چی باید د قوانینو رعایت د امنیتی ځواکونو له طرفه هم په رسمی او هم په غیری رسمی وختونو کی صورت ونیسی ځکه چی دا ځواکونه د قانون اجرا کوونکی دی. آغلۍ سمر وویل چی د پولیسو ښه چلند د خلګو سره ددی ځواکونو د پیاوړتیا لامل په هیواد کی کیږی او اوسیدونکی هم نوی مرستی د امنیتی پولیسو سره کوی. هغی د خپل خبرو په آخر کی د پولیس ځواکونو څخه وغوښتل چی نه تاسو بچه بازی وکړي او نه نورو ته اجازه ورکړی چی بچه بازی وکړی. همدارنګه فرید حمیدی، کل دادستان یا قاضی په دی کارګاه هم خبری وکړی او وویل چی هغه څوک چی د زورونی مسوول وی، زموږ د نهاد په واسطه د قانونی پیګرد لاندی نیول کیږی او موږ د زورونی په قضیه کی ډیر حساس یو. هغه وویل چی د قانون د تامین لپاره باید لومړی د قانون نافذوونکی باید لومړی د قانون سره خپل ځان عیار کړی او وروسته په ټولنه کی قانون عملی کړی. حمیدی، اظهار درلودی چی که پولیس قانون تر پښو لاندی کړی نو اوسیدونکی خلګ به په هیڅ ډول سره قانون نه رعایتوی ځکه چی پولیس د قانون تنفیذوونکی دی. کل دادستان یا قاضی ویله چی باید د دادستانی او کشفی ځواکونو ترمنځ هماهنګی رامنځته سی تر څو قضایاوو ته په ښه توګه رسیدګی وسی. هغه د خپلو خبرو په آخیر کی وویل چی د قانون په اساس دا یواځی د عدلی او قضایی ارګانونو وظیفه په هیواد کی نه دی او باید ټول ارګانونه په قانون کی برخه واخلی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>