$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د دې هېواد پولیسو ویلي دي چې کابو ۲ زره اعتراض کوونکو په دوسلدورف او ۱۵۰۰ تنه نور د هامبورګ په شمال کې سرکونو ته راوتلي وو. هامبورګ کې د لاریون طرحهکوونکو ویلي:«هغه کسان چې په زوره ویستل کېږي امن ژوند نشي درلودی. په دې شرایطو کې عزتمن ژوند ورته ستونزمن کار دی.» دا په داسې حال کې ده چې پنځ ورځې مخکې د آلمان لومړۍ وزیرې، انګلامېرکل ویلي وه دا چې حکومت هوکړه کړې تر څو د رد شویو کډوالو د ویستو لړۍ چټکه کړي. د کډوالو شورا له آلمان دولت او د لاریون کوونکو ورغوښتونکو ته ویلي چې افغانستان یو نا امنه هېواد دی او د ملګرو ملتونو راپور په دې هېواد کې حالت خراب ښودلی دی. په همدې حال کې په اروپا کې افغان کډوالو ویلي دي چې د بیا ژوند آسانتیاو جوړول ورته ستونزمن دي. ۲۸ کلن کډوال، صابر صافی چې په دې وروستیو کې له فرانسې هېواد ته راستون شوی دی وايي:«هلته د افغانانو حالت دېر خراب وه، آن سپي هم په هغه حالت کې ژوند نه کوي هغه ډول چې کډوال په اروپا کې ژوند کوي.» د صابر پلار ، بختاور شاه صافی وايي اوس یې زوی اړ دی تر څو پېسې پور کړي او کار پرې وکړي. د آلماني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې هېواد کې د نېږدې ۲ زرو کډوالو د پناه اخیستو غوښتنې رد شوي دي او دا هېواد غواړې چې یاد کسان وباسي. د کډوالو چارو وزارت ویاند، اسلامالدین جرآت وايي:«موږ دا مسله څېړو او ډاډ ورکوو چې د هیڅ افغان حق به ضایع نشي.» د کډوالو نړیوال بنسټ د اړیکو دفتر رئیس، نصیر احمد احمدزی وايي:«زموږ هڅې روانې په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو سره چې کډوال نه مني او کډوالو سره د راستنولو پر مهال مرسته وکړي.» د کډوالو چارو نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې تر اوسه ۶۸۰۰کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.