Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

هلمند ولایت کي ۶۰ تنو وسله والومخالفین وژل شوی دي

$
0
0
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، وسلوالو مخالفینو غوښتل خپلو ورته بریدونو ته دوام ورکړي او د همدې لپاره یې د سنګین ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې د هلمند او د افغانستان د نورو ولایتونو څخه خپل وسلوال راټول کړل، چې بهرنیان هم پکې شامل وو او په ۲۱/۲۲ د دلو میاشتې د شپې یوه بجه یې پر سنګین ولسوالۍ د دویم ځل لپاره برید لپاره غونډه جوړه کړې وه. سرچنیو زیاته کړه، دښمن د سنګین ولسوالۍ مربوطاتو کې د «ایسار» ترڅارنې لاندې وو او د «کوردیناتو» مطابق، چې د دښمن «۳» د راټولیدو مهم اهداف وو تر هوايي برید لاندې ونیول شول، چې په نتیجه کې یې تر۶۰ تنو مخالفین ووژل شول، چې بهرني وسلوال او ۸ طالب قومندانان هم پکې شامل دي. په خبر پانه کی راغلی، د هلمند ولایت نظامي شورا پرون ‎ د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پیښې په اړه بیړنۍ غونډه وکړه او مواردو په اړه یې د یوې خبرې غونډې پرمهال خبریالانو ته معلومات ورکړل شو. سرچنیو وایی، خبرې کنفرانس کې د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات، د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال قومندان، امنیې قومندان او د ملي امنیت ریاست مرستیال ګډون کړی وو. خبرپآنه وایی،هوايي برید لاندې راغلې د مجید څلور لارې سیمه ۱۳۰۰ متره له پوستو څخه لیرې ده او دلته د مخالفینو د قومندانانو ملا صیا او مخلص مرکزونه موجود وو، چې په هوايي برید کې ملا رحمت د خپلو ۹ نورو وسلوالو سره وژل شوي. سرچینو ویلی، دلته هوايي برید کې د څلورو قومندانانو عمران، شاکر، حسین او حاجي زلمي په ګډون ۲۷ وسلوال وژل شوي او یوشمیر نور مخالفین یې تر خاورو لاندې دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>