Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د ټولټاکنو د رامنځته کونی جامع طرحه و رئیس جمهور ته ارائه کیږی

$
0
0
د آوا د خبرګزاری له مخی، نجیب الله احمد زی؛ د افغانستان د انتخاباتو مستقل کمیسیون مشر وویل: یو جامع طرحه د راتلونکی انتخاباتو د رامنځته کونی لپاره د جاری میلای میاشتی په شلم تاریخ رئیس جمهور ته ارائه کیږی. هغه اضافه کړ: ددی طرحی د تصویبیدو وروسته، دهغوی کارونه به ډیر سریع مخته ولاړ سی. هغه وویل: موږ یو جامع طرحه چی د حوزوی سیستم په اړه دی د فبروری په شلم تاریخ و رئیس جمهور ته ابلاغوو او دکابینی د تصویب وروسته موږ خپل عملی برنامی آماده کوو او هیله لرو چی کارونه ډیر سریع مخته ولاړ سی. احمدزی علی د جزئیاتو د ارائه کولو لپاره په دی اړه اظهار درلودی: انتخاباتی حوزو تقسیم او د رای ورکوونی کارتونو پر څرنګوالی ددی طرحی د مهمو طرحو څخه دی. هغه وویل: حکومت ۳۰ میلیونه دالره د راتلونکی انتخاباتو د رامنځته کونی لپاره تدارک ورکړی دی. د انتخاباتو مستقل کمیسیون رئیس وویل: ددی نه مخکی د انتخاباتو مستقل کمیسیون د سیاسی ګوندونو، د مدنی او نظارتی نهادونو سره د ولسی جرګی، شورا ګانو او ولسوالیو د انتخاباتو د رامنځته کونی لپاره مشوره کړی خو تراوسه هم د انتخاباتو د رامنځته کونی دقیق تاریخ نه دی څرګند سوی. دا په داسی حال کی دی چی رئیس جمهور غنی د انتخاباتو د مستقل کمیسیون څخه غوښتی دی چی انتخاباتو تقویم تنظیم کړی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123