February 11, 2017, 5:53 pm
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :
ياد لاريون، چي د شنبې په ورځ( د سلواغې ۲۳) د دې ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کي سلګونه اوسيدونکیو پيل کړی؛ موخه يي په دې ولسواليو کي د بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو بنديدل دي.
لاريونکوونکي د بهرنيانو او د ولسوالۍ د ځايي امنیتي چارواکو پر ضد شعارونه ورکوي او د ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير او مرستيال د ژر ليري کيدو غوښتنه کوي.
لاريون کوونکي ادعا کوي، چي بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ کي پر کورونو چاپي وهلي او بيګناه کسان يي نیولي، بيولي او زنداني کړي دي.
دوی د نیول شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه هم کوي.
لاریونوال له افغان دولت څخه غوښتنه کوي، چي نوره د دا ډول چاپو مخه ونيسي.
د زابل والي بسم الله افغانمل هم د لاريونکوونکیو ادعاوي تائيدوي او وايي، چي په دې برخه کي به د خپل مسووليت له مخي اقدام وکړي. |
![]() |
↧