Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

غني او ترمپ د سیمې د امنیت او اقتصاد په اړه د نظر څرګندونه کړې

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپر شوې خبر پاڼه کې په ډاګه کړې، چې دواړو مشرانو د سیمې او افغانستان د امنیت، اقتصاد ، د ترهګرۍ په وړاندې پر ګډه مبارزه او د ترهګرۍ د پلوي هېوادونو د لاسوهنو په اړه خبرې کړې دي. په خبر پاڼه کې څرګنده شوې، چې د امریکا ولسمشر ویلي؛ ژر به له ولسمشر غني سره وویني او دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو حکومتونو کاري ډلې به د دواړو مشرانو لیدنې ته د زمینې برابرولو لپاره کار پیل کړي. ولسمشر دونالد ترمپ د لوړې له مراسمو سملاسي وروسته په افغانستان کې له خپلو ځواکونو سره ویدیوي خبرې کړې وې. له دې مخکې د دسمبر په لومړیو کې د ولسمشر په توګه د ښاغلي ترمپ له لوړې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ترمپ سره په تیلیفوني خبرو کې د افغانستان په کاني پراختیا کې د دغه هېواد له مرستو مننه شوې وه او ولسمشر غني ویلي وه، چې کابل په دې اړه د همکاریو پراخولو ته ژمن دی. د یادونې وړ ده، چې ترمپ هم هغه مهال د افغانستان د طبعیي سرچینو په اړه افغان ولسمشر غني ته خپله لیوالتیا هم په ډاګه کړې وه.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>