Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د افغان ځواکونو پیاوړۍ کول؛ د خوب څخه تر حقیقت پوری!

$
0
0
د ناتو د ځواکونو د داخلیدو څخه شروع د امریکا په مشری افغانستان ته تراوسه پوری چی ۱۷ کال یی تیریږی، د شمالی اتلانتیک پیمان مشران یا ناتو بالخصوص د امریکا دولتی مقامات، هر وخت د افغانستان امنیتی ځواکونو دفاعی-نظامی بنیی د تجهیز او پیاوړۍ کولو څخه خبری کړی دی او وعدی او وعیدونه په دی برخه کی ورکړی دی. خو تر اوسه تقریبا ۱۷ کاله د ناتو او د غړو د مخرب شتون څخه یی په افغانستان کی تیریږی، د ټولو وعدو په شتون تر اوسه هیڅ کوم موثر کار د هیواد د نظامی ځواکونو په پیاوړتیا کی نه دی ترسره سوی او نه هم د افغانستان سره د مرستی مدعی قدرتونه هم کوم کار نه دی ترسره کړی. د ناتو او غړو ددی خلف وعدو ترڅنګ او هم په هیواد کی د خارجی ځواکونو د ډیر وخت شتون او د خلګو او مسلح مخالفانو حساسیدل ددوی حضور ته، د افغانانو میهنی غیرت او عواطف او احساسات تر هر نورو وختونو تحریک سوی دی او ټوله هر وخت د دولت او مسئولینو څخه یوه پوښتنه کوی او هغه داچی خارجیان که د خپلو وعدو په خاطر لکه د تروریزم سره د مبارزی په اړه په افغانستان کی ځان ځای کړی دی او کوم خبر او اثر د مبارزو څخه یی غوږونو ته نه رسیږی او له بلی خوا د ناتو د لوړ مدته حضور سره، د ناامنی ګراف د هیواد په ټوله مناطقو کی په ډیر ویروونکی ډول سره لوړ تللی دی، نو دا لوړ مدته عجیب او غریب شتون څنګه توجیه کولای سی او هغه په څه معنی منلای سو؟! دا هغه پوښتنه دی چی د کلونو په جریان کی بالخصوص د څو آخیرو کلو کی هر وخت مطرح سوی دی او خلګ تراوسه په افغانستان کی د حاضر قدرتونو څخه او نه هم د دولت څخه کومن ځواب په دی اړه ترلاسه کړی دی. د غربی قدرتونو د همدی خلاف وعدو له امله دی چی حنیف اتمر؛ د افغانستان د ریاست جمهوری امنیتی ارشد مشاور په بروکسل کی په یو اظهاراتو کی، د ناتو دغړو څخه بالخصوص د امریکا څخه غواړی ترڅو د خپل نظامی ځواکونو د ډیرولو پرځای په افغانستان کی، د افغانستان پولیس او اردو نظامی برخی په پیاوړۍ کولو کی جدی توجه وکړی. د امنیت ملی مشاور وایی: افغانستان ددی غوښتونکی نه دی د ناتو او امریکا ډیر ځواکونه افغانستان ته ولیږل سی بلکه د هوایی ملاتړ او افغان ځواکونو پیاوړۍ کولو غوښتونکی دی چی تر ناتو مشری لاندی د قاطع ملاتړ ماموریت لاندی ترسره سی. د رسنیو په ګزارش سره، حنیف اتمر د سه شنبه په ورځ په بروکسل کی د ناتو مقاماتو سره کتنه کړی او دهغه په وینا په افغانستان کی د تیر کال د تحولاتو په اړه او  همدارنګه د پرمختګونو څخه په افغانستان کی چی افغانستان د خپلو تعهداتو د عملی کولو لپاره نړی ته درلودلی دی، هغوی ته معلومات ورکړ. اتمر په دی اړه خبرنګارانو ته وویل: موږ د سولی او آشتی او د سیاسی اصلاحاتو د هڅو په اړه په افغانستان کی خبری کړی دی او پر انتخاباتی سیستم، ښه حکومتداری، اداری فساد سره په مبارزه کی او اقتصادی رشد اصلاحاتو باندی مو تمرکز کړی دی. زما په باور موږ د ناستی څخه په یو ښه احساس سره وتلی یو او ما ډیر ملاتړ ولیدل. هغه اضافه کړ: د رئیس جمهور د برنامو او د افغانستان د پرمختګونو په اړه می ناتو مقاماتو ته معلومات ورکړ. افغانستان ډیر سرتیرو ته اړتیا نه لری بلکه هوایی ځواک او دهوایی ځواک و پیاوړۍ کولو ته اړتیا لری. ما د ناتو څخه د ډیره قواوو غوښتنه ونه کړه. ما د ناتو څخه غوښتنه وکړه چی د ناتو او امریکا د قاطع ملاتړ تر مشری لاندی په افغانستان کی د امنیتی او نظامی قواوو د تقویت او پیاوړۍ کولو لپاره زموږ سره پر څلور کلنۍ طرحی او پلان باندی ملاتړ وکړی. اتمر وویل: زه باور لرم چی اوسنۍ سرتیرو شمیر ددی پلان د عملی کولو لپاره کافی دی. خو موږ په دی خبرو اترو کی د نن او د پلان د تکمیل په وخت کی د انعطاف پذیری څخه د افغانستان د نظامی قواوو رشد لپاره هم خبری کړی دی. د هغه په باور، اساسی ملاتړ، هوایی ملاتړ دی چی هوایی ځواکونه په لږ وخت کی د ناتو تر قاطع ملاتړ او مشری لاندی هغه ته اړتیا لری او په درازمدت کی د افغانستان د هوایی ځواک تجهیز او پیاوړۍ کولو ته اړتیا لری. د افغانستان د امنیتی او نظامی قواوو د رشد او پیاوړۍ کولو لپاره د څلور کلنۍ طرحی ملاتړ د ناتو او امریکا د قاطع ملاتړ او ماموریت په چارچوب کی! لوړه جمله ددی نه مخکی چی د حقیقت څرګندونه وکړی، په څو کلونو کی د یو ښه خوب په شان زموږ دولتمردانو لپاره بدل سوی دی او هغوی ددی سره سره چی پوهیږی ناتو غړی بالخصوص امریکا هغوی سره ددی هیلی د پرځای کولو لپاره کوم مرسته نه کوی، بیاهم د خپلو غوښتنو لپاره پافشاری کوی او خپل لاس چی خارجیانو ته اوږد کړی دی او پل جوړ کړی دی تر څو د خپل او خپل ملت د عزت او حیثیت څخه تیر سی، کوم ځای ته نه رسیږی. پوهیږو چی خارجیان د افغانستان سره د مرستو په وعدو سره پرځای، د نورو مقصدونو لپاره دلته حضور پیدا کړی دی او دا به ډیر ښه وی چی زموږ دولتمردان نور ځان خطا نه باسی او خپل او خپل ملت بومی قدرتونو باندی په تکیی سره، هم د هیواد د سولی او ثبات لپاره هڅه وکړی او هم  د خارجیانو څخه وغواړی ترڅو د خپل مخرب حضور سره، نور دی د افغانستان خلګ نه آزاروی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123