Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په دوو بېلابېلو عملیاتو کې 56 ماینونه ونيول شول

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل دسولې دښمانانو غوښتل چې دغه ماينونه مرکز مهترلام ښاراو نورو ولسوالیو ته ولېږدوي او په تروریستي فعاليتونو کې يې وکاروي، چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا ونيول شول. دی زياته کړه چې په اړوند يې تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي. دغه راز د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په فرمانخیلو سیمه کې دوه بوشکه یي ماینونه چې د مخالفینو له خوا پټ کړل شوي وو او غوښتل یې چې په دغه سیمه کې د کابل جلال اباد لویه لاره پرې خرابه او خلکو ته مرګ ژوبله واړوي د افغان امنیتي ځواکونو له خو کشف او شنډ کړی شول. لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیتي ځواکونو د دغو لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ ټولو امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو په موخه پر وخت ګړندي اقدامات وکړي او پرې نه ږدي چې عامه نظم ګډ وډ او بې ګناه انسانان د تروریستانو د شومو پلانونو ښکار شي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123