Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې ۲۳داعشیان وژلي

$
0
0
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو د بې‎پیلوټه الوتکې برید په پایله کې ۲۳د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید تېره شپه (شنبه د غبرګولي۲۹مه) د اچین ولسوالۍ په مهمند دره، مزدکي او عبدال‎خیلو سیمو کې د داعش ډلې پر پټنځای برید شوی.خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه برید کې د ترهګرو یو شمېر وسلې هم له منځه تلي دي.په دغه برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123