Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د کابل اوسېدونکو د یوه لاریو په ترڅ کې کندز کې د تښتول شویو مسافرو خوشې کېدو غوښتنه وکړه

$
0
0
د جمعې پر ورځ کابل کې د هېواد ډېر شمېر اوسېدونکو د لاریون په ترڅ کې کندز کې تښتول شویو مسافرو خوشې کولو غوښتنه وکړه.دغو لاریون کوونکو سرکونو ته په راوتو سره د مسافرو په خوشې کولو کې د ناغېړی له امله پر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست نیوکې وکړې.خو لاریونکوونکي له پولیسو سره ونښتل او دوه تنه یې ټپیان شول.لاریون‎کوونکي لومړۍ د کابل د شهر نو پارک کې راغونډ شول او وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست خوا ته ولاړل.دوی، په لویو لاروکې د مسافرو برمته کول دمنلو وړ نه بولي او زیاته یې کړه چې حکومت د هغوکسانو پر وړاندې چې تر اوسه هم د طالبانو په بند کې دي بې پروايي کوي.لاریون‎کوونکې، فوزیه کوفي وويل:"خلک سره راټول شوي دي چې د طالبانو وحشت په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې چې لویو لارو کې رامنځته شوي دي او بې‎ګناه او ملکي کسان یې برمته کړي دي، خپله نا رضایتي وښيې."لاریون‎کوونکی، احمد بهزاد وايي:"ښه ده چې د ارګ او د سپيدار ماڼۍ مشران هر څه ژر د افغانستان اعتراض‎کوونکو خلکو غږ واوري."دوی چې غواړي د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي او د حکومتي مشرانو غوږ ته یې ورسوي خو دلته د امنیتي ځواکونو لخوا ورته خنډ جوړیږي او د پاڅون ځد پولیس هڅه کوي ترڅو د دغو معترضانو مخه ونیسي چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ته ونه رسیږي خومعترضان غبرګون ښیې او د دواړو لوریوترمنځ نښته رامنځته کيږي.کندز کې د برمته شویو لپاره د غږ پورته کولو خوځښت لاریون‎کوونکې، وايي:"لاریون پر تاوتریخوالي اوړي او لاریون‎کوونکي ټپيان کېږي او پولیس ورسره جدي چلند کوي."کندز کې د برمته شویو لپاره د غږ پورته کولو خوځښت لاریون‎کوونکی، شفق سیاه‎پوش وايي:"د دغه نظام له منځه‎وړو، د امنیت له منځه وړو لپاره نلرو یوازې یوه غوښتنه لرو چې زموږ ژوند خوندي کړي."لاریون‎کوونکي ګواښ کوي که چیرې حکومت د لویو لارو د امنیت په ټینګښت او د برمټه شویو کسانو په خوشې کولو کې جدي ګامونه پورته نکړي نو پراخ لاریونونه به وکړي.دا په داسې حال کې ده چې په تېروڅو اوونیو کې د هېواد لویو لاروکې د مسافرانو د تښتولو او وژلو پیښې زیاتې شوي دي او دغه کړنې د خلکو اندیښنې هم راپارولي دي.www.youtube.com/watch

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>